کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین لېواله دی چې په افغانستان کې د موټرو د تولید په سکتور کې پانګونه وکړي

4 سنبله 1402 ساعت 15:34

د هېواد د صنعتکارانو ټولنه په چین کې په یوه نړیوال نندارتون کې له ګډون وروسته وايي، چینايي پانګوال لېواله دي چې په افغانستان کې د موټرو او برېښنايي بټریو د تولید سکتور ته داخل شي.


آوا - کابل: د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي، یو شمېر چینايي پانګوال لېواله دي چې په افغانستان کې د موټرونو د تولید او د برقي موټرو د بیټریو په جوړولو کې پانګونه وکړي.
 
د هېواد د صنعتکارانو د ټولنې مسوولينو دغه څرګندونې په چين کې په يوه نړيوال نندارتون کې له ګډون وروسته وکړې.
 
د دغې اتحادیې د چارواکو په وینا، چینایي پانګوالو ویلي چې که د افغانستان او چین ترمنځ بانکي ستونزې هوارې شي، دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د موټرو د تولید او د برقي موټرو د بوتلونو په جوړولو کې پانګونه وکړي.
 
د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار صافي وايي: د موټرو شرکت مسوولینو ویلي، که د چین او افغانستان تر منځ بانکي ستونزې هوارې شي، ډېر ژر به په افغانستان کې خپله اداره پرانیزي او په افغانستان کې به خپل تولید او پلور پیل کړي.
 
له بلې خوا د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه او شرایط د پخوا په پرتله ښه شوي او پانګوال کولی شي د چین په ګډون د نړۍ له هرې برخې څخه په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وویل: موږ د پانګونې په برخه کې ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي او هڅه کوو چې د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره دغه بهیر پراخ کړو. 
 
د اقتصادي کارپوهانو په اند په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې جذبول د هېواد اقتصادي وضعیت ښه او ښه کولای شي او اسلامي امارت ته لازمه ده چې د دغو پانګونو د زیاتوالي لپاره کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.


د مطلب کود: 275568

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275568/چین-لېواله-دی-چې-په-افغانستان-کې-د-موټرو-تولید-سکتور-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com