آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو رییس په ننګرهار ولایت کې په یوه غونډه کې وویل، چې د نننۍ غونډې موخه خلکو ته د نظام د مکلفیتونو روښانه کول او د ساتنې په برخه کې د خلکو د مسوولیتونو روښانه کول دي.
نوموړي همدا راز وویل، اسلامي امارت د هغو رسنیو بشپړ ملاتړ کوي، چې حقایق انعکاس کوي، خو هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر خلاف په خپرونو سره د ولس ذهن مغشوش کړي.
فراهي اسلامي امارت د ولس له ارشاداتو څخه رامنځته شوی نظام وباله او ويې ويل چې راځئ په ګډه د دغه نظام د ساتنې او پياوړتيا لپاره کار وکړو، ځکه دا نظام د ډېرو قربانيو په بدل کې منځته راغلی دی.
د دې ناستې په دوام کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ډاکټر لطف الله خیرخواه وویل، چې په تېرو دولسو کلونو کې نیواکګرو په هېواد کې بېلابېل جنایتونه کړي او اوس هڅه کوي، چې د هېواد پر وړاندې خنډونه جوړ او تبلیغات وکړي. اسلامي نظام خو دا مسوولیت د افغانانو دی چې د خپل نظام تر څنګ ودریږي او ملاتړ یې وکړي.
هغه اعلان وکړ چې د هېواد د کدرونو د پرېښودو څرنګوالی تر څېړنې لاندې دی او د لوړو زده کړو وزارت يې د مخنيوي هڅې پيل کړې دي.
نوموړي دا هم وویل چې د اسلامي امارت د نظام په بېلابېلو برخو کې به کدرونه په دندو وګمارل شي.