کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا نړیوال سازمان:

په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

4 سنبله 1402 ساعت 9:54

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.


آوا - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلی چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوی دی.
 
د دغه سازمان د ۳۶ مې راپور پر بنسټ، دغه ټولې پېښې د افغانستان په ختیځو سیمو کې، یوه پېښه په سوېل کې او بله پېښه په بلخ کې ثبت شوې ده.
 
د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ د څېړنې د بېړنۍ کمېټې د غونډې راپور ښيي چې د روان کال د اپرېل له ۱۲مې د مې تر ۱۸مې په ننګرهار ولایت کې د پولیو پنځه پېښې ثبت شوې دي.
 
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په کندهار کې د کور په کور د کمپاینونو په محدودېدو سره په دغه ولایت کې ماشومان د دغې ناروغۍ د پراخې خپرېدو له جدي خطر سره مخ دي.
 


د مطلب کود: 275534

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275534/په-۲۰۲۳-کال-کې-افغانستان-د-پولیو-۳۲-مثبتې-پېښې-ثبت-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com