کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشېر کې د بودا د دورې يو لرغونی ځای موندل شوی دی

1 سنبله 1402 ساعت 14:49

د پنجشیر ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت د پریان ولسوالۍ په وریاج کلي کې د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغونپوهانو له خوا د بودا د دورې یوه لرغونې سیمه کشف شوې ده.


آوا - کابل: په پنجشیر کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نصرالله ملک زاده د باختر آژانس خبریال ته وویل: د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه د لرغونپوهانو او څیړونکو یوه ډله پنجشیر ته ځي، د دې لرغونې ساحې د نورو پلټنو لپاره.
 
هغه زياته کړه چې زموږ د لرغونپوهانو څېړنې ښيي چې شاوخوا څلور زره کاله وړاندې په دې سيمه کې بودايانو ژوند کاوه، چې په دې لرغونې سيمه کې د هغوى د ژوند نښې نښانې څرګندې دي.
 
مولانا ملک زاده وویل: د اسلامي امارت د حکم له مخې دوی د افغانستان د خزانې په څېر د تاریخي ابداتو او لرغونو اثارو د ساتنې مسوولیت لري.
 
په دې لرغونې سيمه کې د تمدن پاتې شوني د دې سيمې لرغونتوب ښيي.
 
د لرغون پېژندونکو په اند، د دې سیمې تاریخ د اسلام څخه مخکې، د بودا دورې ته ځي.
 
باید وویل شي، چې افغانستان د ډېرو تمدنونو ځای و او د دغو تمدنونو پاتې شوني د دې ښکارندويي کوي.
 


د مطلب کود: 275412

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275412/په-پنجشېر-کې-د-بودا-دورې-يو-لرغونی-ځای-موندل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com