کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرې میاشتې ادارې د میدان وردګو له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه ۱۱ لارۍ خوراکي توکي واستول

1 سنبله 1402 ساعت 10:26

د سرې میاشتې اداره وايي، د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یې د وروستیو سیلاب ځپلو کورنیو ته ۱۱ لارۍ خوراکي توکي استولي دي.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ادارې په یوه بیان کې چې پرون سه شنبه د اسد ۳۱مه خپره شوې راغلي چې دغه کار د میدان وردګو ولایت له وروستیو سیلاب ځپلو سره د مرستې په موخه ترسره شوی دی.
 
د دغه بنسټ په اعلامیه کې همدا راز راغلي: "یو ځل بیا د افغاني سرې میاشتې له خوا د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو ۱۱ لارۍ مرستې واستول شوې."
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم دغه دفتر د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ سیلاب ځپلو کورنیو ته ۱۱ لارۍ خوراکي توکي استولي وو.
 
ويل کيږي چې د سرې مياشتې په مرستو کې اوړه، وريجې، لوبيا، چاى، بوره، غوړي او يو شمېر نور توکي شامل دي.
 
د راپورونو له مخې د میدان وردګو په څو ولسوالیو کې د وروستیو سیلابونو له امله ۲۲ تنه وژل شوي او ۴۴ نور لادرکه دي.
 
د يادونې ده، چې د دې ولايت په جلريز او قرق ولسواليو کې له وروستيو سېلابونو وروسته له زيانمنو شويو خلکو سره د نغدي او خوراکي توکو مرسته شوې ده.
 


د مطلب کود: 275391

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275391/د-سرې-میاشتې-ادارې-میدان-وردګو-له-سېلاب-ځپلو-سره-مرستې-په-موخه-۱۱-لارۍ-خوراکي-توکي-واستول

آوا
  https://www.avapress.com