کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اروزګان د احصایې او اطلاعاتو ریاست د ۶۴ زره تذکرو د وېش اعلان وکړ

1 سنبله 1402 ساعت 9:53

د اروزګان ولايت د احصايې او اطلاعاتو رياست شمېرې ښيي چې تېر کال يې ١٤ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې او نږدې ٥٠ زره کسانو ته کاغذي تذکرې وېشلې دي.


آوا - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د اروزګان ولایت د احصایې او اطلاعاتو رئیس مولوی امین الحق کمال وایی چې د برښنایی تذکرو د ویش له بهیر څخه شاوخوا ۲۰۰ تر ۵۰۰ تنو مراجعه وکړي.
 
کمال زیاتوي چې په اروزګان ولایت کې د تذکرو د وېش یو فعال مرکز دی او تېر کال یې د دغه مرکز له لارې له ۲۰۰ تنو څخه د زیاتو تذکرو د اصلاح او له ۱۷ زره تنو څخه د زیاتو پېښو د ثبتولو خدمات وړاندې کړي دي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ادارې په دې وروستیو کې د الکترونیکي تذکرو بیه له ۳۰۰ څخه ۵۰۰ افغانیو ته لوړه کړې ده.
 


د مطلب کود: 275383

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275383/د-اروزګان-احصایې-او-اطلاعاتو-ریاست-۶۴-زره-تذکرو-وېش-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com