په بادغیس کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت په بادغیس کې د ښوونځیو لپاره د څښاک د اوبو اوه مرکزونه جوړوي.
یونیسف په بادغیس کې ښوونځیو ته د څښاک اوبه برابروي
1 سنبله 1402 ساعت 9:14
په بادغیس کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت په بادغیس کې د ښوونځیو لپاره د څښاک د اوبو اوه مرکزونه جوړوي.
آوا - کابل: د بادغیس ولایت د والي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قلعه نو ښار او قادس او بالامرغاب ولسوالیو د ښوونځیو لپاره به د څښاک د اوبو څاګانې او سولر سیسټمونه جوړ شي.
د دې خبرپاڼې له مخې، د دغو پروژو لګښت ۳۷ میلیونه ۲۴۱ زره ۹۷۵ افغانۍ ده، چې د یونیسف ادارې له خوا ورکول کېږي او چارې به یې د یوه سیمه ییز شرکت له خوا په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
دی وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښوونځي نهه زره او ۲۹۶ زده کوونکي ترې برخمن شي.
په دې خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره د کورنيو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې او د يادو سيمو اوسېدونکي هم ترې ګټه پورته کولاى شي.
په همدې حال کې افغانستان د څښاک د اوبو له کمښت او سختې وچکالۍ سره مخ دی.
د مطلب کود: 275377