کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاملرنې موسسه:

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته ۱،۱ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي

31 اسد 1402 ساعت 13:42

د پاملرنې موسسې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ۱،۱ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې او د پوهنتونونو په تړلو سره سل زره نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.


آوا - کابل: د پاملرنې موسسي نن (سه شنبه، اسد ۳۱) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ۱،۱ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.
 
دې ادارې احصایې ورکړې چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه (۲.۵ میلیونه) نجونې له زده کړو بې برخې دي او افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې ښوونځيو ته نه ځي.
 
  د دغه بنسټ په وینا له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته ۵،۴ میلیارده ډالره زیان رسولی دی.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا تاسیس سره د نجونو لپاره د تعلیمي مرکزونو دروازې تړل شوې دي، خو د اسلامي امارت مسؤلین وايي، د تعلیمي مرکزونو د پرانیستلو لپاره په یوه میکانیزم کار کوي


د مطلب کود: 275336

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275336/په-افغانستان-کې-د-اسلامي-امارت-له-بیا-تاسیس-وروسته-۱-میلیونه-نجونې-زده-کړو-بې-برخې-دي

آوا
  https://www.avapress.com