کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جنوبي اسیا د سوداګرو په غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو ګډون کړی

31 اسد 1402 ساعت 12:52

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو د چین په کونمینګ ښار کې د جنوبي اسیا د سوداګرو په ۱۶مه غونډه کې ګډون وکړ او له هېوادونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.


آوا - کابل: په دې ناسته کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس توکل احمدیار، د اجرایوي بورډ سرپرست او د دې خونې د نړیوالو اړیکو مسوول د سارک غړو په مشورتي ناسته کې ګډون کړی و. د سارک غړو هېوادونو ترمنځ د سترو ننګونو په اړه بحث او خبرې وشوې او د حل لارې یې په ګوته کړې.
 
توکل احمدیار د داسې سترې غونډې د ترسره کیدو د قدردانۍ په ترڅ کې د دا ډول غونډو جوړول د سیمې د هیوادونو په ځانګړې توګه د سارک سازمان د غړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو په لور یو ګام وباله او په دې برخه کې یې د عملي ګامونو پر اخیستلو ټینګار وکړ.
 
نوموړي په دې برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له خونې سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
د جنوبي اسيا سوداګريزه غونډه هم تېره اوونۍ د چين په کوربه توب جوړه شوې وه، چې په کې برخه والو د افغانستان پر اقتصادي وضعيت، د اوبو د مديريت، د برېښنا د توليد، د کرنې د ميکانيزم، د کانونو د استخراج او د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو په اړه خبرې وکړې.
 


د مطلب کود: 275325

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275325/د-جنوبي-اسیا-سوداګرو-په-غونډه-کې-افغانستان-سوداګرۍ-خونې-چارواکو-ګډون-کړی

آوا
  https://www.avapress.com