کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت له یوه ایراني شرکت سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ

31 اسد 1402 ساعت 9:04

د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور له یو ایراني شرکت سره د بیلابیلو سرچینو څخه د بریښنا د تولید، لیږد او ویش په برخه کې د پانګونې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.


آوا - کابل: ملا عبداللطیف منصور د (اس ک ام هواسلیک انونیوم) له رئیس عباس رسولزاده فرساد سره د همکارۍ دغه تفاهم لیک لاسلیک کړ.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د انرژۍ وزارت د اطلاعاتو او خپرونو رييس غلام جيلاني حقپرست وويل چې د اوبو وزير د ياد تفاهم ليک د لاسليکولو په ترڅ کې په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په پروژوکې د پانګونې په برخه کې د دغه شرکت د ليوالتيا هرکلى وکړ او ټينګار يې وکړ چې دا وزارت ژمن دی چې په افغانستان کې د دې شرکت د پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړي.
 
د ایراني شرکت مسوولینو همداراز د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ د پروژو د تطبیق په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی څرګند کړ.
 
دا پداسی حال کی ده چی د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په دې وروستیو کی د همکارۍ او تفاهم لیکونو د لاسلیکولو په مقصد له یوه پلاوی سره تهران ته تللی دی.
 


د مطلب کود: 275303

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275303/د-افغانستان-انرژۍ-او-اوبو-وزارت-له-یوه-ایراني-شرکت-سره-همکارۍ-تفاهم-لیک-لاسلیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com