د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، همیشه بهار راډیو او ټلویزیون چې څه موده وړاندې بند شوی و، د فعالیت اجازه یې ورنه کړه.
په ننګرهار کې د همیشه بهار راډیو او ټلویزیون فعالیت بیا پیل شو
30 اسد 1402 ساعت 13:01
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، همیشه بهار راډیو او ټلویزیون چې څه موده وړاندې بند شوی و، د فعالیت اجازه یې ورنه کړه.
آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قریشي بدلون په یوه خبرپاڼه کې په ننګرهار ولایت کې د همیشه بهار راډیو او تلویزیون د فعالیت اجازه تصویب کړه.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي قریشي له قوله راغلي: د دې رسنیو نشرات څه موده وړاندې د رسنیو د سرغړونو د ارزونې کمېسیون له خوا له اداري مقرراتو څخه د سرغړونې له امله ودرول شول.
د يادونې وړ ده، چې په ننګرهار ولايت کې همیشه بهار راډيو او ټلويزيون له ډېرې مودې راهيسې د اطلاعاتو په برخه کې فعاليت لري.
د مطلب کود: 275260