کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کې په درې زره هکتاره ځمکه کې پنبه کرل کیږي

30 اسد 1402 ساعت 11:05

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، سږ کال د دغه ولایت په ۲۱ ولسوالیو کې کروندګرو څه باندې درې زره هکتاره ځمکه د پنبې کښت ته ځانګړې کړې، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.


آوا - کابل: د دغو چارواکو په وینا، په ننګرهار ولایت کې په ۲۸۹۵ هکتاره ځمکه د پنبې په کرلو سره به د دغه ولایت د پنبې حاصلات د تېر کال په پرتله څو برابره زیات شی.
 
د ننګرهار د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد وايي، تېر کال په ۱۱ ولسوالیو کې پر ۱۰۶۳ جریبه ځمکه پنبه کرل شوې وه، چې ۱۷۸۲ مټریک ټنه حاصل یې ترلاسه کړی و.
 
د ننګرهار د کرنې رئیس زیاته کړه، د پنبې د آفتونو د مخنیوي، اوبولګولو، کرنې، بازارموندنې، سرې ورکولو او حاصل ټولولو په برخه کې یې کروندګرو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.
 
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د پنبې د کښت او حاصلاتو تر ټولو زیاتې سیمې په بلخ، تخار، کندز، ننګرهار، هرات، نیمروز، بغلان او جوزجان ولایتونو کې دي.
 
بايد يادونه وشي، چې پنبه په نړۍ کې يو له مهمو کرنيزو او پنبې محصولاتو څخه دی، چې په ډېرو صنعتونو لکه ټوکر، جامو، خوراکي توکو او درمل جوړولو صنعتونو کې ترې کار اخيستل کېږي.
 


د مطلب کود: 275246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275246/په-ننګرهار-ولایت-کې-درې-زره-هکتاره-ځمکه-پنبه-کرل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com