کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان روغتیايي سیستم ته دې جدي پاملرنه وشي

30 اسد 1402 ساعت 9:55

د روغتیا نړیوال سازمان په دغه هیواد کې په بیړني روغتیايي حالت کې له افغانستان سره د پیوستون غوښتنه کړې ده.


آوا - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان نن (اګست ۲۰) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د سرچینو، پوهاوي او عملي اقداماتو په شریکولو سره کولای شي په افغانستان کې روغتیايي وضعیت ته بدلون ورکړي.
 
د روغتیا د نړیوال سازمان اجرایوي رییس ډاکټر مایکل راین هم د افغانستان له روغتیايي سکتور سره پر مرستو ټینګار کړی دی.
 
دغه سازمان ویلي چې د افغانستان روغتیايي سیستم د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی او دا ډول وضعیت به د دې لامل شي چې اته میلیونه خلک روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي څخه بې برخې شي.
 
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۱۴ میلیونه وګړي روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري، چې ۷،۵ میلیونه یې ماشومان او ۳.۱ میلیونه یې ښځې دي.
 


د مطلب کود: 275239

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275239/د-روغتیا-نړیوال-سازمان-افغانستان-روغتیايي-سیستم-ته-دې-جدي-پاملرنه-وشي

آوا
  https://www.avapress.com