د پولیو ضد واکسین کمپاین به نن (دوشنبه، اسد ۳۰) د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې پیل شي.
د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي
30 اسد 1402 ساعت 9:00
د پولیو ضد واکسین کمپاین به نن (دوشنبه، اسد ۳۰) د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې پیل شي.
آوا - کابل: له پولیو څخه د پاک افغانستان ویبپاڼې خبر ورکړی، چې دغه کمپاین به د روانې اونۍ تر پنجشنبې پورې دوام وکړي.
د "پوليو څخه پاک افغانستان" وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه کمپاين له بلخ، سمنګان، سرپل فارياب او جوزجان او همدارنګه په سوېل کې له اروزګان پرته په ټولو ولايتونو کې پلي کېږي.
د "پوليو څخه پاک افغانستان" وېبپاڼه وايي، چې دغه کمپاين به په پاتې شپږو ولايتونو کې د يوې اوونۍ په ځنډ سره د اګست په ۲۸مه پيل شي.
د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ډېری یې له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې لیدل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه پکې د پوليو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
د مطلب کود: 275228