کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په څلورو ولایتونو کې پر څه باندې لس زره کورنیو د خوړو نړیوال پروګرام مرستې ووېشل شوې

30 اسد 1402 ساعت 8:40

په هرات، فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام په دغو ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو مرستې ویشلې دي.


آوا - کابل: د هرات د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام د دغه ولایت په ادرسکن او پشت کوه ولسوالیو کې پر ۳۷۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
 
همدارنګه د فراه ولایت د اسلامي امارت د کلیو پراختیا ریاست ویلي چې د دغه ولایت په جوین، پشترود او پرچمن ولسوالیو کې د نړیوال پروګرام په مالي مرسته د فرادتا موسسې له لوري پر ۵۶۲۴ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشل شوي دي.
 
په بادغیس کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې پر ۳۲۹ داخلي بې ځایه شویو کورنیو د خوراکي توکو د ویش لړۍ دوام لري.
 
په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، مالګه، وریجې او د ماشومانو او شیدې ورکوونکو او امیندوارو میرمنو لپاره غذايي مواد شامل وو.
 
په همدې حال کې د نیمروز ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له وچکالۍ ځپلو ۴۵۱ کورنیو سره د مرستو د وېش اعلان کړی دی.
 
په نیمروز کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د دغو کورنیو سروې د مرستندویه ادارو له خوا ترسره شوې او په مرسته شویو توکو کې خوراکي او روغتیايي کیټونه شامل دي چې وویشل شول.
 
په همدې حال کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې ۲۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړ کړي دي.
 


د مطلب کود: 275225

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275225/د-هېواد-په-څلورو-ولایتونو-کې-پر-څه-باندې-لس-زره-کورنیو-خوړو-نړیوال-پروګرام-مرستې-ووېشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com