کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان مرکزي بانک ۱۴ میلیونه ډالره لیلاموي

29 اسد 1402 ساعت 10:22

د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ (اسد ۳۰) به ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام له لارې وپلوري.


آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن یکشنبه (اسد ۲۹) په خپل ټویټر کې لیکلي چې په دې داوطلبۍ کې له مستحقو بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو څخه غواړي چې ګډون وکړي.
 
مرکزي بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.
 
دغه بانک ویلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې خپلې د راکړې ورکړې پیسې د نغدو پیسو په بڼه د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.
 
باید وویل شي، چې دغه بانک څو ورځې وړاندې د لیلام له لارې ۱۴ میلیونه ډالره پلورلي وو.
 


د مطلب کود: 275162

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275162/د-افغانستان-مرکزي-بانک-۱۴-میلیونه-ډالره-لیلاموي

آوا
  https://www.avapress.com