کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سره صليب کمېټې په افغانستان کې له ۲۵ روغتونونو سره د مرستې د پای ته رسولو احتمال اعلان کړ

28 اسد 1402 ساعت 12:52

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د مالي محدودیتونو له امله د اګست میاشتې تر پایه په افغانستان کې له ۲۵ روغتونونو سره د مرستو د پای ته رسولو احتمال اعلان کړ.


آوا - کابل: په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند دیوگو آلکانتارا رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې دغه کمیټه د اوږد مهاله روغتیا ساتنې لپاره لازمې سرچینې نه لري.
 
د رویټرز په وینا، د روغتونونو لپاره د سره صلیب په ملاتړ کې د روغتیایی کارمندانو معاشونه او د طبي تجهیزاتو چمتو کول شامل دي. د سره صليب دغه مرسته پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ څو مياشتې وروسته پيل شوه.
 
دیوگو آلکانتارا زیاته کړه چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې پریکړه کړې چې د افغانستان د روغتیایی سیستم د ژغورلو لپاره له روغتونونو سره مرسته وکړي.
 
هغه زیاته کړه چې سره صلیب په پیل کې ۳۳ لوی روغتونونه تر پوښښ لاندې راوستي او د اتو روغتونونو ملاتړ لا دمخه بند شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، سره صليب د څه باندې لس زره روغتيايي کارکوونکو معاشونه او يو شمېر طبي وسايل ورکوي.
 
په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د بودیجې د کمښت او د هغې د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
 


د مطلب کود: 275103

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/275103/د-سره-صليب-کمېټې-په-افغانستان-کې-له-۲۵-روغتونونو-مرستې-پای-ته-رسولو-احتمال-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.net