کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په باميان کې په درېيو ترافيکي پېښو کې يو تن مړ او پنځه نور ټپيان شوي

27 اسد 1402 ساعت 14:16

پرون پنجشنبه د اسد په ۲۶ مه سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې د بامیان ولایت له مرکز څخه د قرغیو ولسوالۍ په نو دراز سیمه کې یو کرولا ډوله موټر له سړکه واوښت او په پایله کې یې دوه تنه ټپیان شول او په بل پیښه کې د بامیان ولایت د مرکز اړوند د شهیدانو په سیمه کې پرون له غرمې وروسته شاوخوا لس بجې د یو کرولا ډوله موټر او سوزوکي ډوله موټر ترمنځ د ټکر په پایله کې درې تنه ټپیان شول.


آوا - کابل: د بامیان ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر هم دریمه پیښه تائیدوي او وایي: پرون مازدیګر شاوخوا ۵ بجې د شبرغان ولسوالۍ اړوند د "کلو" په کلي کې د کرولا ډوله موټر د چپه کیدو له امله یو تن وژل شوی دی او  شپږ ماشومان د باميان ولايتي روغتون ته تر لېږدول شوي دي.
 
د باميان ولايت د مطبوعاتو او عامه اړيکو مسوول خبر ورکړ چې د نننۍ ترافيکي پيښې ټپيان چې پنځه تنه يې نارينه دي، د درملنې لپاره د باميان ولايت مرکزي روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه بلل شوى دى.
 
په هېواد کې د ډېرو ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو خرابوالى بلل کېږي.


د مطلب کود: 275068

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275068/په-باميان-کې-درېيو-ترافيکي-پېښو-يو-تن-مړ-او-پنځه-نور-ټپيان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com