کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو وزارت د هیواد په پولو کې د کډوالو د نړیوال سازمان د لا زیات فعالیت غوښتنه وکړه

26 اسد 1402 ساعت 12:57

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د دفتر رئیس د کډوالو نړیوال سازمان د مرستو د رسیدو او بیرته ستنیدو د پروګرام له مسوولینو سره په کتنه کې د دغه سازمان د مرستو او فعالیتونو په تورخم او سپین بولدک پولو کې د دوام غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه د اسد ۲۶ مه خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې د دغه وزارت د دفتر رئیس قاري محمد اجمل ویاړ د کډوالو د چارو وزارت د بشردوستانه مرستو ته د لاسرسي د برخې مسؤل عدنان بغجتی او په افغانستان کې د کډوالو د نړیوال سازمان د پروګرامونو له مشر نیکولاس جیمز هیل سره وکتل.
 
په دې غونډه کې؛ د کډوالو چارو د ادارې د بشري مرستو د رسولو مسوول وايي چې راستانه شوي کډوال د تورخم او سپین بولدک په پولو کې له ستونزو سره مخ دي.
 
نوموړي په يادو بندرونو کې د کډوالو د نړيوال سازمان د فعاليتونو د بيا پيل هرکلى وکړ او ډاډ يې ورکړ، چې له راستنېدونکو سره به همکاري وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې هره ورځ د ايران او پاکستان د ځمکنيو پولو له لارې زرګونه افغانان هېواد ته راستنېږي او د کډوالو نړيوال سازمان په اصلي راستنو شويو کډوالو بشري مرستې وېشي.
 


د مطلب کود: 275016

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275016/د-کډوالو-وزارت-هیواد-په-پولو-کې-نړیوال-سازمان-لا-زیات-فعالیت-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com