کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت له افغانستانه بهر میشتو مهاجرینو ته د پاسپورټونو د ورکړې او تمدید لګښت کم کړ!

26 اسد 1402 ساعت 9:42

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له ګڼو غوښتنو وروسته په بهر کې میشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د ورکړې او تمدید لګښت کم کړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پرون چهارشنبه د اسد ۲۶ مه په ټویټر کې لیکلي: په بهر کې د مېشتو افغانانو اقتصادي ستونزو ته په پام سره، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو د وړاندیز په پایله کې او د رئیس الوزرا د فرمان له مخې د هر پنځه کلن او ۱۰ کلن پاسپورت د لګښت په ترتیب سره ۱۲۰ او ۲۲۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی. او د نوي کولو سټیکر لګښت ۲۰ ډالرو ته راټیټ شوی.
 
هغه زياته کړه، چې دغه حکم به د اسد له ٢٧مې، په بهر کې د افغانستان په سفارتونو کې نافذ وي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له خوا په بهر کې د افغانستان په سفارتونو او قونسلګریو کې د برېښنايي پاسپورټونو د بیا صادرولو سره، د نوي پاسپورت د صادرولو لګښت ۱۸۰ ډالره او د تمدید سټیکر لګښت ۳۰ ډالره دی. په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو مخکې په ایران کې د مېشتو کډوالو لپاره د پنځه کلن پاسپورټ د ترلاسه کولو لګښت په لومړي ځل ۲۰ ډالره او د دویم ځل لپاره ۱۲۰ ډالره و.
 
د پاسپورټ د صادرولو یا نوي کولو په بیه کې له دې زیاتوالي وروسته له اسلامي امارت څخه د دې لګښتونو د کمولو لپاره څو غوښتنې وشوې او بالاخره د پاسپورټ د صادرولو لپاره د ۱۲۰ ډالرو او د سټیکرونو د تجدید لپاره ۲۰ ډالره توافق وشو.
 
په دې وروستیو کې په ایران کې د افغانستان په سفارت او قونسلګریو کې تر لسو کلونو کم عمره ماشومانو ته د الکترونیکي پاسپورټونو د ورکړې لړۍ پیل شوې ده. دا بهیر تر دې وړاندې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې پیل شوی و.
 


د مطلب کود: 275000

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275000/اسلامي-امارت-له-افغانستانه-بهر-میشتو-مهاجرینو-ته-د-پاسپورټونو-ورکړې-او-تمدید-لګښت-کم-کړ

آوا
  https://www.avapress.com