کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د روسیې سفیر: لویدیځ هېوادونه نه غواړي چې د افغانستان کړکېچ حل شي

25 اسد 1402 ساعت 14:12

په کابل کې د روسیې سفیر وايي، لوېدیځ هېوادونه د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري، بلکې د لنډ لید جیوپولیټیک اهدافو لپاره چې د افغانستان ثبات او د سیمې امنیت ته زیان رسوي، فشار راوړي، په ځانګړې توګه د روسیې، چین او ایران په څېر قدرتونو باندي.


آوا: په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتری ژرنوف په تازه څرګندونو کې رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان ټوله خاوره د اسلامي امارت په واک کې ده، د داعش پر وړاندې په جګړه کې یې بریاوې ترلاسه کړې او د مخدره توکو صنعت له منځه وړلو لپاره پوره پلان لري.
 
په کابل کې د روسیې د سفیر په وینا، اسلامي امارت د هوسا ژوند د رامنځته کولو په موخه هڅه کوي.
 
دیمیتری ژرنوف وویل: "په داسې حال کې چې اسلامي امارت د سوله ییز ژوند هڅه کوي، د امریکا تر سختو بندیزونو لاندې دی او واشنګټن د افغانستان د بهرنیو اسعارو او سرو زرو زیرمې بندې کړي دي."
 
دغه روسي چارواکي ویلي چې له اسلامي امارت سره د روسیې پوځي - سیاسي اړیکي له واک ته له رسیدو مخکې سمې وې.
 
په کابل کې د روسیې سفیر زیاته کړي: لوېدیځوال د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري، بلکې د لنډ لید جیوپولیټیک اهدافو لپاره فشارونه لټوي چې د افغانستان ثبات او د سیمې امنیت په ځانګړې توګه د روسیې، چین او ایران په څېر قدرتونو ته زیان ورسوي. "
 
باید یادونه وشي چې روسیه له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې نږدې او هراړخیزه همکاري لري.
 


د مطلب کود: 274965

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274965/په-کابل-کې-د-روسیې-سفیر-لویدیځ-هېوادونه-نه-غواړي-چې-افغانستان-کړکېچ-حل-شي

آوا
  https://www.avapress.com