کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت ویاند:

د هېواد په ټولو ولایتونو کې به د امنیتي کمرو سیستم فعال شي

25 اسد 1402 ساعت 8:43

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د اکمالاتي چارو معین د چینایي کمپنۍ Huawei له استازو سره په لیدنه کې وویل چې د افغانستان په هر ولایت کې به د پرمختللو کمرو سیستم فعال کړو.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یو لړ ټویټونو کې ویلی، چې د کورنیو چارو وزارت د اکمالاتو د چارو معین عبدالله مختار د دغه وزارت په کابل کې د چینایي کمپنۍ له استازو سره وکتل او کمپنۍ ژمنه کړې چې د دغه سیستم په جوړولو کې به همکاري کوي او امنیتي کمرې یې ورکړې دي.
 
د ښاغلي قانع په وینا، په دې کتنه کې د ټکنالوژۍ او یو شمېر نورو مهمو پروژو په اړه بحثونه وشول.
 
ښاغلي مختار وویل: موږ په پام کې لرو چې د افغانستان په هر ولایت کې د پرمختللې کمرې سیسټم فعال کړو، موږ کولی شو هغه پروژې ومنو چې د کیفیت او قیمت له پلوه ښې وي.
 
همدارنګه د هووای شرکت رئیس ښاغلي ویکتور په دې ناسته کې وویل: موږ ژمن یو چې تل په افغانستان کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې کار وکړو.
 
ښاغلي ویکتور هم د اسلامي امارت د مسؤلینو له ښه تعامل څخه مننه او رضایت څرګند کړ.
 
په وروستیو کې د امنیتي چارو وزیر د دغه شرکت استازو ته د ښه راغلاست پرمهال هغوی ته د همکارۍ او امنیت ډاډ ورکړ.
 


د مطلب کود: 274922

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274922/د-هېواد-په-ټولو-ولایتونو-کې-امنیتي-کمرو-سیستم-فعال-شي

آوا
  https://www.avapress.com