کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې د اسپین جومات ته څېرمه چاودنې درې تنه شهیدان او اووه نور ټپیان کړل

23 اسد 1402 ساعت 14:51

نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د خوست ښار سپین جومات ته څېرمه په یوه هوټل کې چاودنه شوې، چې له امله یې ګڼ شمېر وزیرستاني کډوال او د خوست ښاریانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


آوا - کابل: که څه هم تر اوسه د دغې پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه، خو ویل کېږي، چې د پېښې له ځایه روغتونونو ته درې تنه شهیدان او اووه ټپیان لېږدول شوي دي.
 
  دخوست ولايت مقام مشرتابه د ټپيانو د سمې درملنې په موخه روغتيايي مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 
امنیتي ځواکونه هم د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې کوي.
 


د مطلب کود: 274825

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274825/په-خوست-کې-د-اسپین-جومات-ته-څېرمه-چاودنې-درې-تنه-شهیدان-او-اووه-نور-ټپیان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com