کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شهیدانو او معلولینو په وزارت کې څه باندې ۶۰۰ زره کسان ثبت شوي دي

22 اسد 1402 ساعت 15:26

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېر کال کې په دغه وزارت کې د معلولینو، کونډو مېرمنو، یتیمانو او د شهیدانو د ژوندي پاتې شویو په ګډون څه باندې ۶۰۰ زره کسان ثبت شوي او له ټاکلي میاشتنیو مرستو برخمن دي.


آوا - کابل: ملت ته د حکومت د راپور ورکولو د بهیر په دوام، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت چارواکو د یکشنبې په ورځ (اسد ۲۲) له رسنیو او ولس سره د خپلو یو کلن کړنو راپور شریک کړ.
 
د دغه وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني نن په یوه خبري ناسته کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه وویل، چې دوی له تېر کال له اسد میاشتې راهیسې څه باندې شپږ سوه زره معیوبو، کونډې، یتیمان او د شهیدانو وارثین چک او ثبت کړي دي.
 
حقاني وويل چې راجستر شوي کسان له وزارت څخه د مرستې تر عنوان لاندې هره مياشت يوه اندازه پيسې ترلاسه کوي او زياته يې کړه چې دغه وزارت په تېر کال کې د څه باندې ١٣ ميلياردو افغانيو په ارزښت نغدي مرستې، خوراکي توکي او جامې وېشلې دي.
 
د حقاني د څرګندونو پر بنسټ؛ د راجستر شویو کسانو له جملې څخه نږدې ۱۸۰ زره یې معلولین، ۱۵۰ زره معیوبین، ۳۰ زره معلولې ښځې، او پاتې یې کونډې، د شهیدانو خپلوان او یتیمان دي.
 
هغه دا هم وویل چې د اسلامي امارت د شهیدانو ۱۵۰ زره وارثان او د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو ۱۲۰ زره وارثان هم په دې کې شامل دي چې دواړه له یو شان امتیازاتو برخمن دي او په دې برخه کې هیڅ ډول تبعیض نشته.
 
حقاني زیاته کړه چې د ۱۸۰ زره ملکي شهیدانو وارثان هم له دغه وزارت څخه میاشتني امتیازات ترلاسه کوي.
 
د حقاني د څرګندونو له مخې؛ دغه وزارت د روڼتیا د برابرولو په موخه د ټولو مرستو اخیستونکو لپاره یو بانکي حساب پرانیستی او خپلې پیسې په مستقیمه توګه له بانکونو څخه ترلاسه کوي.
 
حقاني ټینګار وکړ، چې بهرنیو موسسو هم له دغه وزارت سره د خوراکي توکو او جامو په برخه کې د ۸ میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي، چې ځینې یې عملي شوي او ځینې نور یې د عملي کېدو په حال کې دي.
 
په ورته وخت کې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي کلیم الله افغان د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بودیجې په لګولو کې ډېر شفافیت راوستی او وايي، چې دغه وزارت د بودیجې په لګولو کې ډېر شفافیت راوستی دی.
 
هغه زياته کړه، چې د مالي کال له پيله تر اوسه يې له خپلې بوديجې څخه ٥ ميليارده افغانۍ لګولې، چې د تېر کال په پرتله د پام وړ ښه والى ښيي.
 
د يادونې وړ ده، چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د هر شهيد پر وارثينو او معلولينو ته د دوى د معلوليت له حالت سره سم هره مياشت دوه زره افغانۍ وېشل کېږي.
 


د مطلب کود: 274761

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274761/د-شهیدانو-او-معلولینو-په-وزارت-کې-څه-باندې-۶۰۰-زره-کسان-ثبت-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com