د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د جوازونو د نشتوالي او د عامې روغتیا وزارت د اصولو د نه مراعاتولو له امله د ۶۰ معاینه خوني او درملتونونو د تړلو اعلان وکړ.
په تخار کې له ۶۰ څخه د زیاتو معاینه خوني او درملتونونو بندول
22 اسد 1402 ساعت 13:41
د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د جوازونو د نشتوالي او د عامې روغتیا وزارت د اصولو د نه مراعاتولو له امله د ۶۰ معاینه خوني او درملتونونو د تړلو اعلان وکړ.
آوا - مزار شریف: د تخار ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالقهار احمدی نن یکشنبه د اسد ۲۲ مه، آوا ته وویل، چې ۳۵ درملتونونه او ۱۸ خصوصي معاینات خونې د جوازونو د نه شتون او خپلسرۍ له امله تړل شوي دي.
هغه زیاته کړه، ۱۱ نور درملتونونه هم د قانون ماتونې او د عامې روغتیا وزارت د اصولو د نه مراعاتولو له امله تصفیه شوي دي.
د هغه په وينا، دغه درملتونونه او د ازموينې خونې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې په تلګان ښار کې تړل شوې دي.
احمدي ټینګار وکړ، چې د څارنې پروګرام لا هم روان دی او ټولې بې جوازه ازموینې خونې او درملتونونه باید وتړل شي.
د تخار د عامې روغتيا رييس وايي، چې دغه بهير به د تخار په ولسواليو کې هم پيل شي.
د مطلب کود: 274747