کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کار وزارت د اسد ۲۴ رخصتي اعلان کړه

22 اسد 1402 ساعت 11:20

د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سه شنبې ورځ د اسد ۲۴مه د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د افغانانو د جهاد د بریا ورځ ګڼلې او دغه ورځ یې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن یکشنبه (اسد ۲۲) خپره شوې ویلي چې دغه رخصتي د اسلامي امارت له مهالوېش سره سم ترسره شوې ده.
 
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه ورځ د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې د «اسلامي امارت په مشرۍ د افغانستان د خلکو د جهاد د بري» له ورځې سره برابره ده او د اسلامي امارت له لوري د چمتو شوي مهالوېش له مخې عمومي رخصتي ده.
 
باید وویل شي، چې دوه کاله وړاندې د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴ مه په افغانستان کې جمهوري نظام نسکور شو او د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته ننوتل او ولسمشرۍ ماڼۍ یې ونیوله.
 


د مطلب کود: 274737

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274737/د-کار-وزارت-اسد-۲۴-رخصتي-اعلان-کړه

آوا
  https://www.avapress.com