کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې میلیونونو خلکو ته د بشري مرستو د کمولو خبرداری ورکړی دی

19 اسد 1402 ساعت 11:01

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي که غوښتل شوې مرستې ترلاسه نه کړي نو دوی به د ملیونونو خلکو مرستې کمې کړي.


آوا - کابل: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله امانی وایی چې په افغانستان کې د اړو کسانو د درملنې لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
 
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند خبرداری ورکړی، چې که غوښتل شوې مرستې ورته ونه رسېږي، نو د میلیونونو خلکو مرستې به پرې کړي.
 
وحیدالله اماني وویل: "موږ په راتلونکو شپږو میاشتو کې یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لرو ترڅو حیاتي او ژوند ژغورونکي بشري مرستې ته دوام ورکړو چې په راتلونکي ژمي کې خورا اړو خلکو ته مرستې چمتو کول شامل دي."
 
د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر له ۲۹،۲ میلیونو څخه ډېر شوی دی.
 
په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر له هغه وروسته کم شو، چې د تېر کال په ډسمبر او بیا د روان کال په اپریل میاشت کې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون د ټولو نادولتي ادارو ښځینه کارکوونکو ته امر وکړ، چې تر بل خبرتیا پورې په کورونو کې پاتې شي.
 


د مطلب کود: 274604

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274604/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-په-افغانستان-کې-میلیونونو-خلکو-ته-بشري-مرستو-کمولو-خبرداری-ورکړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com