کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په راتلونکو دریو میاشتو کې به په کابل کې د پاسپورټونو د ویش درې مرکزونه جوړ شي

19 اسد 1402 ساعت 9:48

د پاسپورت عمومي رئیس عبدالکریم حسیب وايي، په درېیو میاشتو کې به په کابل کې د پاسپورټونو د وېش درې مرکزونه جوړ شي.


آوا: - کابل: حسیب د پاسپورتونو په عمومي ریاست کې د جعلکارانو د نیولو اعلان وکړ او ټینګار یې وکړ چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په برخه کې د کمیسیون کار دا مهال تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی دی.
 
د پاسپورت عمومي رييس په کابل کې د پاسپورټ د وېش د مرکزونو له جوړېدو څخه د پاسپورټ د ترلاسه کولو د پروسې د اسانتيا په اړه وويل: موږ پلان لرو چې په دوو يا درېيو مياشتو کې د پاسپورټ ستونزه په بشپړه توګه حل کړو." نوي پاسپورټونه چې چاپ شوي او زموږ د پلان له مخې به انشاالله دوه یا درې مرکزونه او په ولایتونو کې د غوښتونکو له مخې اجازه ورکړل شي.
 
د عبدالکریم حسیب په وینا، تر اوسه د کمېسیون شاوخوا ۲۰۰ کارکوونکي نیول شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانان د پاسپورت د وېش د بهير له سستۍ څخه شکايت کوي.
 


د مطلب کود: 274597

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274597/په-راتلونکو-دریو-میاشتو-کې-کابل-د-پاسپورټونو-ویش-درې-مرکزونه-جوړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com