کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېر کال د ۸۰۰ افغان کډوالو جسدونه هېواد ته راوړل شوي دي

19 اسد 1402 ساعت 9:03

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وایي، په تېر کال کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د ۸۰۰ افغانانو جسدونه هېواد ته راوړل شوي دي.


آوا - کابل: د دغه وزارت چارواکو د «ملت ته د حکومت حساب ورکونې» په غونډه کې وویل چې د هېواد په یو شمېراتباع په مختلفو هېوادونو کې د بېلابېلو لاملونو له امله مړه او افغانستان ته انتقال شوي دي.
 
ویل کېږي چې ډېری دغه کسان اروپا ته پر لاره مړه شوي دي.
 
څو میاشتې وړاندې د یونان په سواحلو کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوه چې له امله یې د افغانانو په ګډون لسګونه کډوال مړه شول.
 


د مطلب کود: 274585

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274585/تېر-کال-د-۸۰۰-افغان-کډوالو-جسدونه-هېواد-ته-راوړل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com