د بلخ ولايت د رسنيو مرکز په دغه ولايت کې د بې کيفيته او تاریخ تیره توکو د پلور د مخنيوي په موخه د کمېسيون له خوا د لس ټنه تاريخ تېر او ټيټ کيفيت لرونکو توکو د سوځولو خبر ورکړ.
په بلخ کې لس ټنه بې کیفیته او تاریخ تیره مواد وسوځول شول
18 اسد 1402 ساعت 15:32
د بلخ ولايت د رسنيو مرکز په دغه ولايت کې د بې کيفيته او تاریخ تیره توکو د پلور د مخنيوي په موخه د کمېسيون له خوا د لس ټنه تاريخ تېر او ټيټ کيفيت لرونکو توکو د سوځولو خبر ورکړ.
آوا - مزارشریف: د بلخ ولایت د رسنیو د مرکز د خبر له مخې، په دغو لسو ټنو کې ۶۴ خوراکی توکې، د سینګار توکي او درمل شامل دی، چې د دغه کمیسیون لخوا د پلور د مخنیوی په موخه سوځول شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه توکي د مزارشريف ښار له پلورنځيو او درملتونونو څخه راټول شوي وو.
د مطلب کود: 274559