کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د لاسي بم چاودنې دوه تنه وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي

18 اسد 1402 ساعت 13:50

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د دې ولایت د شیخ مصري ښارګوټي د یوه اوسېدونکي پر کور نامعلومو کسانو دوه لاسي بمونه غورځولي، چې له امله یې د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، دا پېښه تېره شپه د سرخرود ولسوالۍ په شیخ مصري سیمه کې شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، ناپېژانده کسانو د سيد افضل په نوم د يوه کس پر کور لاسي بم وغورځاوه، چې په پايله کې يې د هغه ٥ کلن زوى او اووه کلنه لور ووژل شول او سيد افضل په خپله، د هغه میرمن او یو بل کس ټپیان شوي.
 
د زابلي په وينا، دغه کورنۍ له چا سره دښمني نه لري او تر اوسه د دې پېښې لامل نه دى معلوم.
 
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه، چې د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو د پوليسو پلټنې روانې دي.
 


د مطلب کود: 274543

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274543/په-ننګرهار-کې-د-لاسي-بم-چاودنې-دوه-تنه-وژلي-او-درې-نور-یې-ټپیان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com