کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تخار کې د اوبو رسولو د څلورو شبکو د جوړولو کار پیل شو

18 اسد 1402 ساعت 9:02

په تخار کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د کار له پیل سره سم په دغه ولایت کې د څلورو نورو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.


آوا - مزارشریف: د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ په مرکز خانقاه ښار کې د اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 
ویل کیږي، چې دغه شبکه د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې د ۷۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه او د دوه زره زده کوونکو په ظرفیت یو ښوونځی جوړولای شي.
 
په ورته وخت کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د «پچه‌خش، ورسج ولسوالۍ، کهنه شاه، خواجه بهاءالدین ولسوالۍ او د تالقانو ښار د ملا مسجدي او صفیه شوراګانو» په سیمو کې د اوبو رسولو د څلورو نورو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.
 
د باختر آژانس دخبرله مخې: د تخار د کليو د پراختيا او بيا رغاونې رياست د پروګرامونو رييس انجنير محدالله حميد وويل چې د دغو پروژو په تطبيق سره د سيمې په لسګونو تنو ته د کار د زمينې د برابرولو ترڅنګ نږدې دوه زره کورنۍ او څو ښوونځي جوړيږي.
 
دغه راز ويل شوي دي چې يادې پروژې د يونيسف ادارې په مالي مرسته د يوه خصوصي شرکت له خوا او د تخار د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د مسوولينو په څارنې سره پلې کيږي.
 


د مطلب کود: 274505

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274505/په-تخار-کې-د-اوبو-رسولو-څلورو-شبکو-جوړولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com