کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

استرالیا کې د ۵۴ زرو افغانانو پناه غوښتنه رد کړه

17 اسد 1402 ساعت 10:21

د استرالیا حکومت اعلان وکړ چې د ۵۴ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.


آوا: د استرالیا د رسنیو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته شاوخوا دوه لکه افغانانو استرالیا ته د تګ لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.
 
استرالیايي رسنیو د SBS په ګډون خبر ورکړی دی چې په استرالیا کې د افغان فعالانو یوې ډلې د استرالیا پر حکومت فشار راوړی چې رد شوې غوښتنې ومني.
 
راپور زیاتوي، چې د استرالیا حکومت په تېرو دوو کلونو کې ۱۲ زره افغانانو ته ویزې ورکړې دي.
 
منتقدین وايي، د استرالیا حکومت د دوی افغان همکارانو ته چې له تېرو شلو کلونو راهیسې ورسره کار کوي، ویزې نه دي ورکړي.
 
په همدې حال کې د بريتانيا حکومت د دوشنبې په ورځ د اګست له اوومې نېټې څخه د «بېبي سټاکهولم» په لويه بېړۍ کې د پناه غوښتونکو د ميشتولو عمليات پيل کړي دي.
 


د مطلب کود: 274451

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274451/استرالیا-کې-د-۵۴-زرو-افغانانو-پناه-غوښتنه-رد-کړه

آوا
  https://www.avapress.com