کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د غوړیو د تولید فابریکه له یوې لسیزې وروسته بېرته فعاله شوه

15 اسد 1402 ساعت 13:34

د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، په مزارشریف ښار کې له یوې لسیزې وروسته د غوړیو د تولید فابریکه بېرته فعاله شوې ده.


آوا - مزار شریف: د بلخ د والي ویاند حاجي زید آوا ته وویل، چې دغه فابریکه هره ورځ شپږ ټنه تولیدات لري او د ۶۰ ټنو لپاره کار لري.
 
د هغه په ​​وينا، دغه فابريکه په شخصي توګه د څه د پاسه يو نيم ميليون افغانيو په لګښت فعاله شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه لسیزه کې په بلخ کې د یو شمېر تولیدي فابریکو د غیر فعالېدو لامل د حکومت نه ملاتړ، اقتصادي ستونزې او د برېښنا نشتوالی وو، خو اوس حکومت د دې فابریکو د بېرته فعالولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 274341

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274341/په-بلخ-کې-د-غوړیو-تولید-فابریکه-له-یوې-لسیزې-وروسته-بېرته-فعاله-شوه

آوا
  https://www.avapress.com