کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ازبکستان ته د تیلو ټيټ کيفيت ٦٧ واګونونو راستنېدل

15 اسد 1402 ساعت 13:29

د اسلامي امارت د ملي سټنډرډ ادارې ازبکستان ته د تېلو ۶۷ ټیټ کیفیت لرونکي واګونونو د راستنېدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د سټنډرډ ادارې نن (یکشنبه، اسد ۱۵) یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې دغه اندازه تېل د حيرتان بندر له لارې ازبکستان ته راستانه شوي دي.
 
د دې ادارې د اعلامیې له مخې دا لومړی ځل دی چې د ټیټ کیفیت تیل ازبکستان ته را واردیږي.
 
د اسلامي امارت له جوړېدو راهیسې د سټنډرډ ملي ادارې په زرګونو د ټیټ کیفیت تیلو واګونونه بیرته صادرونکو هیوادونو ته استولي دي.
 


د مطلب کود: 274339

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274339/ازبکستان-ته-د-تیلو-ټيټ-کيفيت-٦٧-واګونونو-راستنېدل

آوا
  https://www.avapress.com