د امریکا د زلزلې مرکز اعلان کړی چې نن سهار د ریشتر په کچه د ۵.۳ درجې یوې بلې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې او د دغې زلزلې مرکز د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان د جرم ولسوالۍ و.
د ریشتر په کچه ۵.۳ درجې زلزلې یو ځل بیا د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
15 اسد 1402 ساعت 8:32
د امریکا د زلزلې مرکز اعلان کړی چې نن سهار د ریشتر په کچه د ۵.۳ درجې یوې بلې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې او د دغې زلزلې مرکز د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان د جرم ولسوالۍ و.
آوا - کابل: د امریکا د زلزلې مرکز ویلي، چې دغه زلزله نن سهار ۵:۰۲ دقیقې د ریښتر په کچه ۵.۳ او د ځمکۍ په ۲۰۳ کیلومتري ژوروالي رامنځته شوي.
د امریکا د زلزلې مرکز ویلي چې دا زلزله د افغانستان د بدخشان او تخار په یو شمېر نورو ولسوالیو او همدارنګه د بدخشان او تاجکستان په ځینو برخو کې هم احساس شوې ده.
ویل شوي، چې د افغانستان پلازمېنه کابل هم لړزېدلی دی.
خو تېره شپه ۸:۳۵ دقیقې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ۲۰۷ کیلومترو په ژوروالي کې د ریښتر په کچه د ۵،۸ درجې زلزله وشوه.
دغې زلزلې کابل، جلال آباد او د کندوز ځينې برخې هم ولړزولې.
د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه د تېرې شپې او نن سهار د زلزلې له امله د اوښتي زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.
د مطلب کود: 274316