کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک به سبا ۱۳ میلیونه ډالره لیلام کړي

14 اسد 1402 ساعت 15:28

د افغانستان د مرکزي بانک د اعلامیې له مخې، دغه بانک به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه سبا یکشنبه ۱۳ میلیونه ډالره په داوطلبانه توګه وپلوري.


آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه به سبا یکشنبه د اسد پر ۱۵مه ۱۳ میلیونه ډالره لیلام کوي.
 
دغه بانک له وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
 
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
دې بانک لیکلي: "د اسعارو د لیلام داوطلبۍ کې د معاملې جزوي تصفیه اجازه نلري. د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل د افغانستان بانک/د افغانستان مرکزي بانک ته د نغدو پیسو تحویل کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه په ميليونونو ډالر په ليلام پلورلي دي.
 


د مطلب کود: 274300

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274300/مرکزي-بانک-سبا-۱۳-میلیونه-ډالره-لیلام-کړي

آوا
  https://www.avapress.com