کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دفاع وزیر: دین ته خدمت کول د مجاهدینو هدف دی

12 اسد 1402 ساعت 13:38

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد پکتیا ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو له افسرانو او کارکوونکو سره وکتل او ویې ویل چې د اسلام دین ته خدمت کول د مجاهدینو له هدفونو څخه دي.


آوا - کابل: د ملي دفاع سرپرست وزیر د قول اردوګانو او نورو قطعاتو له مسوولینو سره په کتنه کې وویل چې اوس د دې وخت دی چې دین ته خدمت په خپل ژوند کې بېلګه کړو.
 
ښاغلي مجاهد وویل: د اسلامي نظام او خلکو خدمت ستاسو له ایډیالونو څخه وو، مجاهدین او اوس د دې وخت را رسېدلی چې دغه دنده په خپل ژوند کې د مثال په توګه وټاکئ.
 
دغه راز د ملي دفاع سرپرست وزير د دغه سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له نورو چارواکو سره هم کتلي دي.


د مطلب کود: 274208

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274208/د-دفاع-وزیر-دین-ته-خدمت-کول-مجاهدینو-هدف-دی

آوا
  https://www.avapress.com