د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ د عامه او خصوصي سکتور یو اقتصادي پلاوی پرون سه شنبه د اسد ۱۰ مه د قزاقستان – افغانستان د لوی نندارتون د پرانستلو او له سوداګرو سره د خبرو په هدف دغه هیواد ته روان شو.
د عامه او خصوصي سکټور یو اقتصادي پلاوی قزاقستان ته ولاړ
11 اسد 1402 ساعت 10:03
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ د عامه او خصوصي سکتور یو اقتصادي پلاوی پرون سه شنبه د اسد ۱۰ مه د قزاقستان – افغانستان د لوی نندارتون د پرانستلو او له سوداګرو سره د خبرو په هدف دغه هیواد ته روان شو.
آوا - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه پلاوي د سفر موخه د قزاقستان – افغانستان نندارتون پرانیستل، د دواړو خواوو د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د غونډو جوړول دي. او د سوداګرۍ د پراختیا، ټرانزیټ، صنعت او د پانګونې د جذب په برخو کې رسمي دوه اړخیزې خبرې اترې ترسره کړي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې نندارتون کې چې په پام کې ده د هېواد له دننه او بهر څخه ٣٥٠ افغاني شرکتونو ګډون کړى دى؛ د دريو ورځو لپاره به د افغانستان صنعتي، کرنيز او کاني محصولات په ٧٠ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي.
دغه راز ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور په ١٦ بېلابېلو توليدي او خدماتي سکټورونو کې د سوداګريزو اړيکو غونډې د يوې ورځې لپاره په استانه کې ترسره شي.
د مطلب کود: 274152