په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د تغذیې څانګې مشرې د تغذیې په څانګه کې د شیدو ورکونکو میندو د ملاتړ لپاره د ښځینه مشاورینو او کارکوونکو د کار اعلان وکړ.
د یونیسف د تغذیې مسووله: د شیدو ورکوونکو میندو د تغذیې په برخه کې د ښځو د مشاورینو کار اړین دی
11 اسد 1402 ساعت 9:10
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د تغذیې څانګې مشرې د تغذیې په څانګه کې د شیدو ورکونکو میندو د ملاتړ لپاره د ښځینه مشاورینو او کارکوونکو د کار اعلان وکړ.
آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د تغذیې د څانګې مشر میلاني ګالوین پرون (سه شنبه، اسد ۱۰) په یوه ټویټ کې د مور د شیدو د تغذیې د اونۍ په مناسبت په حاد خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره یې ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، هرڅومره چې میندې وکولای شي خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي، د حاد خوارځواکۍ د مخنیوي چانس به زیات شي.
د یونیسف په وینا په افغانستان کې یوازې ۶۳ سلنه ماشومان د خپل ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور له شیدو تغذیه کیږي.
دا سازمان ټینګار کوي چې ماشومانو ته باید د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور شیدې ورکړل شي.
د اګست لومړۍ اوه ورځې د مور د شیدو د تغذیې اونۍ په نوم نومول شوې او یونیسف، د روغتیا نړیوال سازمان او نور نړیوال سازمانونه چې په دې برخه کې فعال دي ماشومانو ته د مور د شیدو د تغذیې پر اهمیت او د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوي کې د هغې پر رول ټینګار کوي.
د مطلب کود: 274140