کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو مرستیال وزیر: د افغان کډوالو ایستل دایمي حل لاره نه ده

9 اسد 1402 ساعت 10:38

د افغانستان د اسلامي امارت د کډوالو چارو مرستیال وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې وویل چې د افغان کډوالو ایستل دایمي حل لاره نه ده، ځکه د کډوالو د یوې ډلې په شړلو سره بله ډله په غیر قانوني توګه ترکیې ته داخلیږي.


آوا: د کډوالو د وزارت د مالې او اداري مرستیال محمد ارسلا خروټي د (اسد ۷) په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې انقره به په خپله اجنډا کې په قانوني توګه کارګران د ستونزو د حل لپاره ولیږي.
 
د اسلامي امارت د دغه چارواکي په وینا، د ترکیې سفیر ژمنه کړې چې په ترکیه کې د افغان مهاجرینو د ستونزو د څیړلو په موخه به په نږدې راتلونکي کې ترکیې ته د اسلامي امارت د اړونده اداري پلاوي د سفر زمینه برابره کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې ترکيې په دې وروستيو مياشتو کې د افغان کډوالو د اخراج او جبري راستنېدو لړۍ ګړندۍ کړې او تېر کال ترکيې څه باندې ٥٧ زره ناقانونه افغان کډوال شړلي دي.
 
ترکیه اروپا ته د افغانانو د ننوتلو د لارې په توګه د څه باندې درې سوه زرو افغان کډوالو کوربه دی.
 


د مطلب کود: 274053

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274053/د-کډوالو-چارو-مرستیال-وزیر-افغان-ایستل-دایمي-حل-لاره-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com