کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ پولیس: په بلخ کې د حسیني عزادارانو امنیت سل په سلو کې تضمین شوی دی

5 اسد 1402 ساعت 11:20

د بلخ امنیه قوماندان وايي، د حسیني عزادارانو ته دې ډاډ ورکړل شي چې د دوی امنیت به سل په سلو کې خوندي وي او له وېرې او اندېښنې پرته به د عاشورا د ورځې مراسم ترسره کوي.


آوا - مزار شریف: د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مولوی عبدالحی عابد په مزارشریف ښار کې د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ د مراسمو د امنیتی تدابیرو د څارنې په حال کې دي. شریفي رسنیو ته ویلي، په مزارشریف ښار او ولسوالیو کې یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي او د امام حسین علیه السلام د ماتم په مراسمو کې ګډو امنیتي ځواکونو د امنیت د تامین په موخه جوماتونه او پټنځایونه نیولي دي.
 
هغه زياته کړه، د حسيني ماتم کوونکي بايد سل په سلو کې ډاډمن وي او له وېرې پرته خپل د ماتم مراسم پيل کړي، ځکه د پوليسو ځواکونه شپه او ورځ د امنيت په ټينګښت بوخت دي.
 
د بلخ ولايت د پوليسو دغه جګپوړي مقام په مزارشريف ښار کې د جوماتونو او د امنيت د تامينولو له بهير څخه ليدنه وکړه او ماتم کوونکو ته يې ډاډ ورکړ چې امنيتي ستونزې نشته .
 
له بلې خوا د حسیني ماتم یو شمېر مینه وال د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ د مراسمو د امنیت په تامین کې د بلخ د پولیسو د پاملرنې او هلو ځلو ستاینه کوي او وايي چې د محرم په ورځو کې ماتم د اسلامي عباداتو یوه برخه ده. د اسلامي امارت له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د امنیت په تامین کې د پخوا په پرتله زیاتې هڅې وکړي
 
هغوی وویل: دښمنان غواړي د رسول الله (ص) د لمسي امام حسین (ع) انقلاب ته مذهبي رنګ ورکړي او په دې تورن کړي چې عاشورا یوازې د شیعه ګانو لپاره ده، په داسې حال کې چې د امامت مکتب دی.
 
د یادولو وړ ده چې د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ له لومړیو ورځو څخه تر اوسه پورې د اسلامي امارت اکثره امنیتي ځواکونه د حسین علیه السلام د عزادارانو د امنیت د تامین لپاره په پوره دقت سره کار کوي.
 


د مطلب کود: 273883

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273883/د-بلخ-پولیس-په-کې-حسیني-عزادارانو-امنیت-سل-سلو-تضمین-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com