کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو لوړپوړی چارواکی له بمي برید وروسته وژل شوی دی

4 اسد 1402 ساعت 15:37

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو یو جګپوړی افسر په یوه بمي برید کې ووژل شو.


آوا: د پاکستان پولیسو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا ایالت د جمرود په سیمه کې چې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې پروت دی، یوه جومات ته څیرمه چاودنه شوې ده.
 
ویل کیږي چې په دغه چاودنه کې د جمرود سیمې یو لوړ پوړی پولیس افسر وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.
 
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
دا له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې په پاکستان کې دریم ځانمرګی برید دی.
 
په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې ترهګرې پېښې ډېرې شوې دي. د تېر یو کال په ترڅ کې تحریک طالبان پاکستان په پېښور او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په نورو سیمو کې د ګڼو چاودنو او ځانمرګو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
 


د مطلب کود: 273852

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273852/د-خیبر-پښتونخوا-ایالت-پولیسو-لوړپوړی-چارواکی-له-بمي-برید-وروسته-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com