کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې د ۴۶۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت د شپږو پروژو د کانکریټ کار پیل شو

4 اسد 1402 ساعت 9:25

د کندز ښاروالۍ ادارې مسوولینو په ښاري سیمو کې د ۴۶۱ زره ډالرو په لګښت د شپږو سړکونو د جوړولو د پروژو د کار د پیل خبر ورکړ.


آوا: د کندز د ښاروالۍ ویاند تاج الدین سهاک پرون سې شنبه د اسد ۳مه، آوا ته وویل چې د ځینو سیمو په لاره کې د کانکریټي سړکونو د جوړولو پروژې پیل شوې دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پروژې چې ټولټال ٣٣٠٠ متره اوږدوالى لري او ٤٦١٦١١ ډالره لګښت لري، د ملګرو ملتونو د دفتر له خوا تمويلېږي.
 
سهاک زياته کړه، چې دغه پروژې به په ١٢٠ ورځو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
 
د کندوز ښاروالۍ وياند وايي، چې د يادو پروژو له پيل سره په ورته وخت کې شاوخوا څلوېښت زره کارګرانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د کندوز ښاريانو د دغه ښار په واټونو کې د خټو له ډېروالي شکايت کاوه او اوس د کندوز ښاروالۍ د ادارې مسوولين وايي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به په ژمي کې د کثافاتو او خټو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.
 


د مطلب کود: 273826

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273826/په-کندز-کې-د-۴۶۱-زره-امریکايي-ډالرو-لګښت-شپږو-پروژو-کانکریټ-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com