کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د سیلابونو له امله دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوه

2 اسد 1402 ساعت 13:25

په غزني کې د اسلامي امارت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست اعلان کړی چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سیلابونو له امله شاوخوا دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.


آوا - غزني: د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې نن (دوشنبه، اسد ۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تیره شپه د دغه ولایت په خواجه عمري، جغتو، واغظ، خوګیاڼو او رشیدانو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان وو.
 
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د دغو سېلابونو له امله لږ تر لږه ٣٠ څاروي له منځه تللي او ٢٥ کورونه ويجاړ شوي دي.
 
په همدې حال کې زیانمن شوي کسان وايي، چې د دوی ټول فصلونه له منځه تللي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
د يادونې وړ ده، چې له درېيو ورځو راهيسې د غزني ځينې برخې د سختو سيلابونو شاهدې دي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي چې په کابل، میدان وردګ، خوست، غزني، پکتیا، ننګرهار، نورستان او کنړ ولایتونو کې د سېلابونو له امله د لسګونو کسانو پر مرګ ژوبلې سربېره سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه هم له منځه تللي دي.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت له ارګانونو او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې ژر تر ژره د سیلاب ځپلو سیمو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.
 


د مطلب کود: 273728

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273728/په-غزني-کې-د-سیلابونو-له-امله-دوه-زره-جریبه-کرنیزه-ځمکه-ویجاړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com