کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوست - پکتيکا لويې لارې د جغل اچولو او پخولو چارې پيل شوې

1 اسد 1402 ساعت 13:03

د پکتيکا له ارګون ولسوالۍ څخه د خوست تر سپېرې ولسوالۍ پورې د ۱۰۵ کيلومترو په اوږدوالي او ۸ متره سور د خوست-پکتيکا لويې لارې د پخولو او جغل اچولو چارې پيل شوې.


آوا - کندهار: دغه سړک به یو سل پنځه کیلومتره اوږدوالی او اته متره سور ولري، چې د پکتیکا له ارګون ولسوالۍ څخه د خوست تر سپېرې ولسوالۍ پورې غځول کېږي.
 
د دغه سړک په جوړېدو سره به د ښاریانو په تګ راتګ کې ډېره اسانتیا رامنځته شي.
 
د باختر آژانس د خبر له مخې: دغه سړک د کورنيو چارو وزارت د سرپرست سراج الدين حقاني په شخصي لګښت جوړيږي.
 
د پکتيکا والي مولوي فيض الله جمال د شرن - خوست لويې لارې د جوړېدو او جغل اچولو په مراسمو کې وويل: دغه پروژه به په اوو مياشتو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
 
نوموړي وویل، دوی هڅه کوي چې د پکتیکا د ولسونو د هوساینې او پرمختګ په موخه د سړک جوړولو چارې ګړندۍ کړي.
 
د ښرن - خوست لویه لاره د تګ راتګ لپاره ستونزمنه لاره ده او په دې لاره تګ راتګ له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
 
د خوست او پکتیکا ښاریان او موټر چلوونکي د دغه سړک د جوړیدو او جغل اچولو په برخه کې د حکومت د هلو ځلو هرکلی کوي، خو له اسلامي امارت غواړي چې د دې لویې لارې د پخولو چارې پیل کړي.
 


د مطلب کود: 273666

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273666/د-خوست-پکتيکا-لويې-لارې-جغل-اچولو-او-پخولو-چارې-پيل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com