کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه مړه او ټپيان شول

27 سرطان 1402 ساعت 9:16

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خانجان ولسوالۍ کې د یوه مازدا موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.


آوا: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی آوا ته وویل، چې دغه پیښه پرون مازدیګر ۵ بجې د خانجان ولسوالۍ په چهارغزک ګلی کې رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، د دې پېښې لامل د موټر تخنيکي ستونزه وه.
 
برهاني زياته کړه، چې د دې پېښې مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
تېز سرعت او د موټر چلولو د اصولو نه مراعت او غیر معیاري سړکونه تل د ترافیکي پېښو او د هېوادوالو د مرګ او ژوبلې لامل کېږي.
 


د مطلب کود: 273413

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273413/په-بغلان-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-شپږ-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com