کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

26 سرطان 1402 ساعت 14:52

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله زیانمنونکي دي.


آوا - کابل: اوچا په یوه ټویټ کې لیکلي چې افغانستان یو له هغو لسو هیوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات اقلیمي او طبیعي افتونه تجربه کوي.
 
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږي کوونکي دفتر وايي، په افغانستان کې وچکالي په شدت روانه ده، چې له امله یې د خلکو ژوند اغېزمن شوی او لوږه په زیاتېدو ده.
 
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا افغانان د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
 
په ټویټر کې، اوچا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوټریس خبرداری ته هم اشاره وکړه، چې ویلي یې دي "د اقلیم بدلون له کنټرول څخه بهر دی."
 


د مطلب کود: 273376

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273376/اوچا-د-اقلیم-له-بدلون-سره-مبارزې-لپاره-افغانستان-بیړنۍ-مرستې-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com