آوا - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي، چې تر اوسه موږ سره څه نه دي شریک شوي که وي نو رسنیو سره به شریکې کړو.
هغه زیاته کړه، د محرم په میاشت کې د عزادارانو لپاره د غوره امنیت د تامین په موخه لازمه ده، چې په تکیه خانو ماتمونه ترسره شي. نوموړي د ماتم کوونکو د امنیت د تامین لپاره د امنیتي بنسټونو د ګډې کمیټې د جوړولو اعلان هم وکړ.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف هم ویلي، چې دغه بندیزونه له دیني مسایلو سره هېڅ تړاو نه لري.
محمد صادق عاکف زیاته کړه: دا مهال په افغانستان کې مذهبي ازادي شتون لري. سیکان او هندوان چې غیر مسلمان دي او مذهبي ازادي لري خو د مسلمانانو لپاره هیڅ مانع نشته؛ که هغه شیعه وي یا سني، د هغه لپاره هیڅ ستونزه نشته.
په ورته وخت کې د عاشورا د مراسمو د ترسره کولو د کمیسیون غړي وايي چې تر اوسه د عاشورا د مراسمو د څرنګوالي په اړه د اسلامي امارت له امنیتي چارواکو سره رسمي ناسته نه ده شوې او نه هم اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه کومه اعلامیه خپره کړې ده.
دوی وايي: د محرم الحرام د مراسمو په اړه چې اسلامي امارت کومه پریکړه کوي، د عاشورا کمیسیون ته به یې خبر ورکوي، خو تر اوسه د محرم د مراسمو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.
په ورته وخت کې د برتانیې د استخباراتي رسنیو په ګډون یو شمېر رسنۍ داسې راپورونه خپروي چې اسلامي امارت د محرم الحرام په لمانځلو بندیزونه لګولي دي.