کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې څلویښت زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

24 سرطان 1402 ساعت 14:17

د بدخشان امنيتي چارواکي وايي، چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې څلوېښت زره جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.


آوا - مزارشریف: د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له نشه یی توکو سره د مبارزې مدیریت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۴۰ زره جریبه ځمکه د کوکنارو ځمکۍ اړول شوې دي.
 
د دوی په وینا، د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه په بدخشان کې ۹۵ سلنه کوکنار له منځه وړل شوي او پاتې نور یې د پاکولو په حال کې دي.
 
چارواکي ټینګار کوي، چې په خاش ولسوالۍ کې د کوکنارو د اړولو لړۍ دوام لري او په ترڅ کې یې ۳۰ جریبه چرس له منځه وړل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په ډېرو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې د کوکنارو کروندې له منځه تللي دي.
 


د مطلب کود: 273262

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273262/په-بدخشان-کې-څلویښت-زره-جریبه-ځمکه-د-کوکنارو-له-کښت-څخه-پاکه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com